سیاست

دافغانستان لومړيتوب دسولې خبرې نه بلکې دهېوادوالو دسراو مال دفاع ده

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دجمهوري رياست دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په کابل کې دسويدڼ  دشاهي دولت له سفير پيتر سمنيبي سره وکتل .
دملي امنيت دسلاکار دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې پيتر سمنيبي دافغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره دغوڅ ملاتړ دماموريت په چوکاټ کې ددغه هېواد دمرستو او داقتصاد او پوهنې دودې او پراختيا په باب خبرې وکړې .  او ويې ويل چې هېواد يې دامنيت دتامينولو او دسولې دخبرو دترسره کولولپاره دملي وحدت دحکومت دپاليسې ملاتړ کوي او په دغو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
  دسويدڼ  سفير دغه راز زياته کړه چې هېواد يې دبروکسل او وارسا په کنفرانسونو کې دافغانستان ددولت دپروګرامونو ملاتړکوي .
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت  سلاکار محمد حنيف اتمر ددغه هېواد دمرستو له امله په قدرداني سره څرګنده کړه چې دافغانستان لومړيتوب دسولې خبرې نه بلکې دهېوادوالو دسراو مال دفاع ده .
  اتمر دغه راز له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل چې دطالبانو دهغو ډلو پرخلاف چې خبروته نه حاضريږي  دسولې دڅلور اړخيزو خبرو له ژمنوسره سم پوځي ځپوونکي  اقدامات ترسره کړي
دهېواد دملي امنيت سلاکار دبروکسل او وارسا په کنفرانسونو  کې دګډون لپاره دافغانستان ددولت دبشپړتياري خبر ورکړ او ويې ويل چې په دغو کنفرانسونو کې دملي وحدت دحکومت له پروګرامونوسره دسويډن  دشاهي دولت او دنورو نړيوالو همکارانو ملاتړ به په افغانستان کې دامنيت او دهميشنۍ سولې دټينګښت لپاره مثبتې نتيجې ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته