امنیت

دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ په امنيتي پوستو دطالبانو ډله ئيز بريد .

کابل باختر د تلې اوومه :
وسله والو طالبانو دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په لسګونو تنو طالبانو نن سهار له څو  استقامتونو څخه په دغوپوستوبريدونه وکړل او همدا اوس هم ديرغلګرو او دامنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري . ددغو پيښو يوشاهد چې دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ اوسيدونکى دى وايي چې يرغلګرو څو پوستې نيولي دي .
له بلې خوا هم دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې  يوه سيمه ئيز مقام باختراژانس ته وويل چې پوځيانو دغه راز دسياه ګرد ولسوالۍ په ګوټ ګوټ کې له يرغلګرو سره په جګړو کې دي .
ده وويل چې مرستندويو ځواکونو او هوايي ملاتړ ته اړتيا لري چې يرغلګر له سياه ګرد څخه وشړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم
                                                                                 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته