سیاست

د افغانستان او ازبکستان جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ازبکستان له جمهور رئیس اسلام کریموف سره د هغه هېواد د جمهوري ریاست ماڼۍ کوک سرای کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او سیمه ییزو پروژو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د ازبکستان جمهور رئیس جمهور رئیس غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، افغانستان او ازبکستان دوه ښه ګاونډیان دي او ګډ فرصتونه او خطرونه لري.
هغه وویل، موږ د افغانستان د امنیت د تامین غوښتونکي یوو او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار یوو، ځکه افغانستان د یو ښه ګاونډي په توګه زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري.
اسلام کریموف وویل، موږ په اقتصادي، امنیتي، فرهنګي او زیربنایي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
د ازبکستان جمهور رئیس تیاری وښوده چې د هغه هېواد له سرحد څخه تر مزار شریف پورې به د اورګاډي کرښه وغځوي.
جمهور رئیس غني د ازبکستان د جمهور رئیس او خلکو له کوربه توب او مېلمه پالنې او د افغانستان په هکله د دوی د مثبت نظر او مزارشریف ته د اورګاډي کرښې د غځولو په هکله د هغه هېواد له تیاري څخه د مننې پرمهال زیاته کړه، ازبکستان د ترانسپورټ انجینري په برخه کې عظیم ظرفیت لري او موږ لېواله یوو چې د واضح چوکاټ په اساس په دې برخه کې د هغه هېواد له تجربو څخه ګټه واخلو.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس وړاندیز وکړ چې د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړیکو د ودې لپاره دې یو ګډ کمیسیون جوړ شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د زیربنایي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي موضوعاتو په هکله بحث وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته