اقتصاد

سوداګر: په ګمرکونو کې دې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته شي

قندهار/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۴ مه
د قندهار ملي سوداګرو د دغه ولایت د ګمرک له رئیس او والي سره په کتنه کې  له دوی څخه غوښتنه وکړه چې په ګمرکونو کې دې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
دوی وايي چې، په ګمرکونو کې د بېو د ټاکلو، مالیاتو او د ټکس ځنډ د سوداګرۍ پرېښودلو ته اړ کړي دي.
دوی د قندهار د ولایتي ادراې له مسوولینو او د دغه ولایت د کمرک له مشر څخه غواړي، چې د سوداګرو لپاره دې په ګمرکونو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
په همدې حال کې د قندهار  د ګمرکونو عمومي رئیس ارشاد احمد پوپل وايي: هڅې يې پیل کړي، څو د سوداکرو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي، خو په خبره یې سوداګر هم باید د فساد په مخنيوي او نورو برخو کي ورسره همکاري وکړي.
هغه زياتوي، چې د قندهار د هوايي ډګر او بولدک ولسوالۍ د ګمرک لپاره یې سکېنرونه برابر کړي چي په نږدې راتلوونکي کې به نصب کړل شي.
په ورته وخت کې د قندهار والي حیات الله حیات ورغلو سوداګرو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د سیلو او بولدک ولسوالۍ په ګمرکونو کې غیرې قانوني عمل تر سره کوونکي کسان به مجازات کړل شي.
د حيات په خبره، چې په نږدې وختونو کې به د بولدک ولسوالۍ د ګمرک لپاره نوره ځمکه هم ورکړي څو هلته سوداګریزو توکو ته ساحه پراخه شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته