سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ  پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره مو  خبر ترلاسه کړ چې دملي دفاع وزارت  دښوونې او روزنې پخوانى رييس  تورنجنرال  ارکانحرب محمد يوسف  فيض  دهغې ناروغۍ له امله  چې ورپيښه شوې وه  د اتيا کلنۍ په عمر په حق رسيدلى دى .
ارواښاد يو وتلي  او  داکاډميکي  لوړو زده کړو خاوند افسر و ، چې زيات کلونه يې په حربي پوهنتون کې  دهېواد دپوځيانو دښوونې او روزنې  په لاره کې  تير کړ
  ارواښاد  دهېواد په کچه  دپيژندل شوي  پوځي  استاد او ښوونکي په توګه  ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي .
دخپل ژورې خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب  دارواښاد کورنۍ، دوستانو او دافغانستان خلکو ته څرګندوم . او دالله ( ج ) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل  صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته