اقتصاد

د آريانا افغان هوايي شرکت دوڼده والو غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دآريانا افغان هوايي شرکت دمديره هيئت غونډه نن دونډه والو دعمومي ټولنې په ګډون دماليې وزير اکليل حکيمي په مشرۍ ددغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې داقتصاد اود ترانسپورت او هوايي چلند وزيرانو دپښتنې بانک، ملي بانک او د آريانا شرکت رييسانو دونډه والو په توګه برخه لرله دشرکت د پنځه کلن پلان دستراتيژۍ دمسودې دبشپړولو ، دنويو الوتکو د پيرودنې ،دغيرو فعالو الوتکو دبرخليک، دهيواد په کورنيو هوايي ډګرونو کې دالوتکو دتيلو دبرابرولو او تدارک ، د آريانا افغان هوايي شرکت دفترونو ته دنوې ودانۍ دجوړولو، ددغه شرکت دبشري منابعو د عمومي لايحې او مسافرو او حاجيانو ته دلازياتو آسانتياو دبرابرولو په باب خبرې وشوې او په دې اړوند لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته