سیاست

تبصـــره :

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې  ٩ :
افغانستان په داسې حال کې چې تروريزم ، بهرنې  لاسوهنې او دنشه يي توکو دقاچاقو دکرغيړنې  پديدې له جدي ګواښ  سره مخامخ دى   د پيسو مينځل او
يا  له پيسو څخه غيرقانوني استفاده په افغانستان کې دستونزې يو  بل  اړخ دى چې کولاى شي  د دغه هيواد اقتصاد ته  جدي زيان متوجه  کړي .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
افغانستان هغه  هيواد چې څه  دپاسه درې لسيزې دجګړې او دبهرنيو لاسوهنو او
د زياتو ناخوالو ډګر دى ،  په سياسي ، ټولنيزو او اقتصادي اړخونو کې يې زيات زيانونه ليدلې دي او په دې ترڅ کې د هغو تروريستي کړيو تمويل چې دافغانستان   ثبات او امنيت يې  دړې  وړې کړى دى  له هر بحث څخه زيات د پاملرنې وړ ګرځى ځکه  د مالي امکاناتو په نشتوالي  کې سخته  ده چې په فعاليت او تحرکاتو لاس پورې کړو هغه تروريستي کړۍ  چې داستخباراتي سازمانونو دملاتړ تر چتر لاندې فعالې دي له بلې هرې مسلې څخه زيات دافغانستان داقتصاد  د ګړو ډولو او له بيلا بيلو لارو دخپل اقتصادي تمويل په باب فکر کوي .   دتروريستي سازمانونو دتمويل يوه سرچينه چې په افغانستان باندې زيات بريد کوي  نشه يي توکي دي .
دغه راز دتمويل نورې سرچينې هم دوى ته شته  او زياتره دغه سرچينې پټې پاتې دى خو مهمه خبره  دا  ده چې دوى  څه   ډول خپل پولي لګښتونه تنظيموي د دوى پولي شتمنې څه ډول او په  کوم نامه پټيږي .
دغه راز دتروريستي او جنايتکارو بانډونو  ترڅنګ په هيواد کې داسې مقصد او ګټې غوښتونکي افراد هم شته چې په  غيرقانوني ډول پيسې  ترلاسه کوي او د پوليس سرچينو په  پټولو کې  په  زيرکۍ  سره عمل کوي چې هم دمقصدو افرادو او هم دتررويستي کړيو او د نظام دوسله والو مخالفينو حرکت دخپلو پولي سرچينو   په پټولو سره  هلې ځلې کړي دي چې  دپيسو  په منيځلو لاس پورې کړي  او له دې لارې زموږ دخلکو وژنې ته دوام ورکړي .  دپيسو منځل يا دپيسو پاکول يې دنامشروع پيسو،  پليدو پيسو او دحرامو پيسو په شان په  نورو نومونو ياد کړي دي  چې له ناروا  لارو په بيلابيلو نومونو بانکي حساب ته داخل شوي دي  يا په تجارتي معاملو کې پرته له دې  چې مالک معلوم وي  استفاده کيږي.
دپيسو منيځل يو فوري اقدام دى چې د عايداتو دسرچينې دتحصيل ، تملک ، ساتنې ، استفادې ، تبادلې ، پټولو ، د مالونو د ليږدونې او دهغو عوايدو دترلاسه  کولو په مقصد چې غير قانوني بنسټ  لري کارول کيږي  چې دغه عمل ټولنې  ته زياتې ستونزې پيداکوي او په پاى کې کولاى شي په   يوه ټولنه کې د  پولي او اقتصادي نظام د دړې وړې کيدو سبب شي.
د افغانستان دولت د دې لپاره چې وکولاى شي له دغې پديدې سره مبارزه وکړي او دمغرضو او استفاده غوښتوونکو کړيو پولي  ګټې اخستنې  پاى ته ورسوي ، يو لړ اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي  لکه څنګ چې د وزيرانو شورا د روانې اوونۍ په غونډه کې دپيسو دمنيځلو دمخنيوي او د جرمونو له پلوه درامنځته شويو عوايدو دقانون طرحه بيا وڅيړل شوه  او اړوندو بنسټونو ته  دنده وسپارل شوه چې ددغې طرحې په باب دې زياتې خبرې وکړي او هغه   د وزيرانو شورا په راتلونکې غوڼده کې  وړاندې  کړي.
دپيسو دمنيځلو دمخنيوي او له دې پلوه د رامنځته شويو عوايدو دقانون په تصويب سره په حکومتي بنسټونه وکولاى شي د پيسو منيځلو منابع او جرړي پيدا کړي او دهغو په وړاندې په اقداماتو لاس پورې کړي چې دهيواد اقتصاد ته د زيان رسيدو مخه نيول  شوي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته