امنیت

طالبانو په روزګان کې ۴ تنه دولتي کار کوونکي برمته کړل

ترینکوټ باختر د مرغومې ۱۷ مه
وسله والو طالبانو د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار په اډې سیمه کې څلور تنه دولتي کار کوونکي برمته کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کارکوونکي د ترینکوټ ښار اړوند په اډې سیمه کې له یوې پروژې څخه د څارنې پرمهال برمته شوي دي .
په روزګان کې د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا ادارې رئیس سید شاه حبیبي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په برمته شویو کار کوونکو کې دوه مېرمنې او دوه نارینه شامل دي چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې له یوې پروژې څخه د څارنې پرمهال برمته شول.
ویل کېږي دغه کارکوونکي چې له مرکز څخه روزګان ولایت د هيئت په توګه تللي دي، قومي مخورو یې د خلاصون لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته