فرهنګ

دغزني ولايت کتابتون مينه والو ته دمطالعې زمينه برابره کړه .

کابل باختر د ثور اتلسمه :
دغزني ولايت دعامه کتابتون مسوولين وايي ددغه کتابتون له خوا څه دپاسه دوه زره ټوکه کتابونه ددغه ولايت لسو ښوونځيو او څو فرهنګي  مرکزونه ورکړ شوي دي
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبر له مخې  دغزني ولايت عامه کتابتون شپږ کاله مخکې دايران داسلامي جمهوريت په مالي مرسته دغزني په ښار کې  جوړ شو . دغه کتابتون دمطالعې سالون لري او دانترنټ په امکاناتو  سمبال شوى دى او دزرګونوټوکو کتابونو په لرلو سره زده کوونکو ، محصلانو او دکتاب مينه والو ته يې دمطالعې زمينه برابره کړې ده .
دغزني ولايت دعامه کتابتون مسوول سيدصبا وويل: ددغه ولايت له لسو ښوونځيو او څو فرهنګي مرکزونو سره يې دڅه دپاسه دوه زره ټوکو علمي ،ادبي اومعلوماتي کتابونه مرسته کړې ده او دغه کتابتون ځوانانو ته دمطالعې او تحقيق دزمينو په برابرولو برسيره هرکال ددغه ولايت ښوونځيو اوفرهنګي مرکزونو ته کتابونه ورکوي .
ده زياته کړه: دکتابتون دفعاليت له پيل څخه  ددغه مرکز له خوا څه دپاسه  پنځوس زره  ټوکه کتابونه ويشل شوي دي .
دالعلم دليسې ښوونکى محمد رضا دښوونځيو دښوونکو او زده کوونکو دعلمي کچې دلوړولو په لاره کې دکتابونو ويشل ګټور او اغيزمن وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته