کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
يوولس تنه تروريستان په نورستان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د نوې جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه نن سهار د ديورنډ کرښې ته څېرمه د کامديش ولسوالۍ په يوه کلي کې هغه وخت ونښته چې دغو تروريستانو غوښتل د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي .
د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې ١١ تنه تروريستان ووژل شول.
ده وويل: په تروريستانو هغه وخت چې غوښتل يې د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړي؛ ډزې وشوې.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ