سیاست

جان کري : په افغانستان کې حالت د ډاډ وړ دى.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دامريکا دبهرنيو چارو وزير او ددغه هيواد د دفاع وزارت وياند پيترکوک په افغانستان کې پوځي هلې ځلې ستايي او وايي ددغو هلوځلو په نتيجه کې په افغانستان کې اوسنى حالت د ډاډ وړ دى .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير وايي که څه هم په افغانستان کې دملي وحدت حکومت دراتلوونکي پرمختګ لپاره هيلې ژوندي ساتلي دي خو دغه هيواد له زياتو چلنجونو سره هم مخامخ دي.
جان کري چې دپنجشنبې په ورځې په واشنګتن کې په خپل وروستۍ خبري غونډه کې خبرې کولې وويل :- موږ په افغانستان کې دملي وحدت دحکومت په جوړولو کې ،سره له دې چې حکومت له زياتو چلنجونو سره مخامخ وو حياتي رول ولوباوه چې دغه هيلې او فرصتونه د راتلوونکي پرمختګ لپاره ژوندي ساتي.
جان کري چې څه ناڅه دونيم کاله مخکې په افغانستان کې دملي وحدت دحکومت په جوړولو کې يوه مهم رول ولوباوه دسياسي موافقې په ترلاسه کولو سره يې دواړه مشران دملي وحدت په حکومت کې يوځاى کړل.
دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني او اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ددغه هيواد په جنجالي انتخاباتو کې زياتې رايې ترلاسه کړې وې.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير دخپلو خبرو په دوام وويل :- کله چې په افغانستان کې انتخابات له جدي ستونزو سره مخامخ شو دحکومت د راپرځيدو او آن په افغانستان کې دکورنۍ جګړې دپيل خطر زيات شو.
جان کري زياته کړه :موږ مرسته وکړه چې دواړه ښکيل لوري دملي وحدت دحکومت په چوکاټ کې يوځاى کړو ،هغه حکومت چې تر نن پورې تراوسه فعال دى او چارې يې پرمخ وړي.
جان کري دخپلو خبرو په دوام وويل : کله چې بارک اوباما په ٢٠٠٩م کال کې دامريکا دجمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ .څه دپاسه سل زره امريکايي ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود چې اوس دغه شمير څه ناڅه لسو زرو ته کمښت موندلى دى
ده زياته کړه :اوس افغانستان روزل شوي وسله وال ځواکونه لري چې د طالبانو او د نورو تندلارو ډلو د ګواښونو په وړاندې په برياليتوب سره مبارزه کوي .
له دې سره جوخت دامريکا د دفاع وزارت وايي چې د دوى دځواکونو ماموريت په افغانستان کې په ښه ډول پرمخ ځي او دغه ماموريت به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې افغان امنيتي ځواکونه وکولاى شي دخپل هيواد دفاع وکړي.
دامريکا د دفاع وزارت وياند پيترکوک چې د ٥ شنبې په ورځ په واشنګټن کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل : په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ دماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن او دهغه ټيم ددغه هيواد له حکومت او وسله والو ځواکونو سره نږدې کار کوي او افغانستان له اوسني حالت څخه خوښ دى .
ده زياته کړه :موږ دافغان امنيتي ځواکونو دپياوړتيا او په جګړه کې د دوى دځواکمنتيا دلوړولو په اړوند دافغانستان دحالت په باب کار وکړ چې په پاى کې دوى خپل هيوادته ثبات راوړي.
له دغو پرمختګونو سره سره دامريکا د دفاع وزارت وياند دخپلو خبرو په دوام افغانستان يو خطرناک هيواد وباله چې د ده دڅرګندونو له مخې له زياتو چلنجونو سره مخامخ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته