امنیت

څوارلس طالبان په فاریاب کې ووژل شول

میمنه / د کب / ۲۸/ باختر
څوارلس وسله وال طالبان پرون په فاریاب کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د ٢۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی باختر اژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې د پوځیانو په هوایی بریدونو کې ووژل شول.
رضایی زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ٨ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دوی یو پټنځای لمنځه یوړل شو.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته