ټولنه

د باختر آژانس د خبريال رازمحمد تلاش جنازه په غزني کې خاوروته وسپارل شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
د غزني ولايت د باختر آژانس د خبريال او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سرپرست رازمحمد تلاش جنازه د ده په پلرنى اديره کې خاوروته وسپارل شوه.
دغه خبريال تيره شپه د مغزي سکتې له امله د کابل په يو روغتون کې د ۶۰ کلنی په عمرپه حق ورسيد.
د رازمحمد تلاش د جنازې د ښځولو په مراسموکې د غزني ولايت سيمه ييزو مسولينو، يو شمير خبريالانو او د خبريال د حقوقو د مدافع بنسټونو استازو او د ارواښاد د کورنۍ غړو ګډون کړى و.
تلاش د خپل عمر څه ناڅه ۲۰ کلونه په رسنيوکې په کارکې تير کړ. ارواښاد په وروستيو کلونوکې دغزني ولايت د باختر آژانس د مسوول په توګه کارکاوه .
راز محمد تلاش په دې وروستيو وختوکې د باختر آژانس د مديريت د مسووليت ترڅنګ د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست سرپرست هم و.
ارواښاد د مستعدو خبريالانو له جملې څخه و او پيښې يې په سم ډول په لږ وخت کې منعکس کولې.
د راز محمد تلاش له مړينې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د باختر آژانس لوى رياست او په افغانستان کې د خبريالانو د حقوقو مدافعو بنسټونو د ده د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه او د هغه مړينه يې د هيواد د رسنيو کورنۍ ته یوه ستره ضايعه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته