سیاست

انجينرمحمدخان:دنويوژمنوعملى کول ضروري بولم.

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٣ مه
د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه له خوا د ټاکنیزو کمسیونونو لپاره د ټاکل شويو کمیشنرانو ټاکنه پرځای کار اوپه ټاکنیز سیستم کې د اصطلاحاتو په لور د ملي وحدت د حکومت د مشرانو له خوا د وررکړل شویو ژمنو پرلور یومهم پرمختګ اولویه لاسته راوړنه بولم.
له ټاکل شویو کمیشنرانو څخه به د ملت هيله دا وي چې په بې پرېتوب او خپلواکۍ سره داسې ټاکنې ترسره کړي ترڅو په ټاکنو د خلکو له لاسه تللی باور بیرته را ژوندی کړي او د ټاکنو پر اهمیت د خلکوپراعتماد جوړونه کار وکړي.
په دواړو کمسیونونو کې ټاکل شويو کمیشنرانوته د مبارکۍ ترڅنګ د دغه دروند مسؤلیت په اړه د ورسپارل شویو دندو په ښه توګه د ترسره کولو غوښتنه کوم او له الله تعالی جل جلاله نه ورته د بریا لیتوب هيله کوم.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته