کابل /باختر /دچنګاښ ۱۸
په سر پل کی لسګونو کورنیو له بریښنا څخه ګټه واخیسته.
د سرپل د بریښنا رییس جلال الدین نوری باختر آژانس ته وویل: دسر پل مرکز فیض آباد په کلي کې دسل کیلو واټه ديوترانسفارمرپه درولوسره ۱۵۰ کورنی دبریښنا خاوندان شول .
نوری زیاته کړه چی، دغه ترانسفارمر دافغانستان بریښنا شرکت له پرمختیا یی بودجې څخه نصب او فعال شو .
څه موده مخکی هم د سر پل دبریښنا ریاست مسوولانوددغه ولایت د مرکز په بغاوی کلي کی دبریښنا دترانسفارمرد یوی ستنی له ګتی اخستی خبر ورکړی و.
پای شکریه خروټی