امنیت

په فارياب کې څلور تنه په يوې څاه کې د ګازو له امله ووژل شول

کابل باختر دثور دمياشتې ٤ :
په فارياب ولايت کې څلورتنه په يوې څاه کې د ګازو له امله ووژل شول.
دغه پيښه پرون په غورماچ ولسوالۍ کې له هغه وروسته رامنځته شوه چې څلورتنه د يوې څاه د ترميمولو په خاطرڅاه ته ښکته شوي وو.
د فارياب ولايت يوه سيمه ييزمسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه وژل شوي دي.
ده وويل: کله چې دغه څلورتنه څاه تنه ښکته شول؛ د ګازو د تنفس له امله بيهوښه شول او په خپل وخت د هغوى د ژغورنې لپاره هلې ځلې کومه نتيجه ورنه کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته