امنیت

په هلمندکې د يوې ځوانې نجلۍ سرغوڅ شو

کابل باختر د لړم دمياشتې اتلسمه :
په هلمند ولايت کې د يوې ځوانې نجلۍ سرپه مرموز ډول غوڅ شو .
دغه پيښه پرون د نادعلي ولسوالۍ د لوى باغ په سيمه کې په يوکورکې رامنځته شوې ده .
پوليس وايي: کله چې دوى دغه کورته لاړل؛ ديوې اتلس کلنې نجلۍ له مړى سره په داسې حال کې مخامخ شول چې سريې غوڅ شوى و .
دنادعلي ولسوالۍ د يو روغتيايي مرکز ډاکتران وايي چې د دغې نجلۍ سر په چاړه غوڅ شوى دى .
تراوسه پورې ددغې نجلۍ د سر د غوڅولو عاملين نه دي پيژندل شوي او د دغې پيښې انګيزه هم روښانه نه ده .
ددغې ځوانې نجلۍ کورنۍ هم ددغې پيښې د څرنګوالي په باب د نظر له ورکولو  څخه ډډه کوي .
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک له باخترآژانس ته په اړيکه کې دغه پيښه تاييدکړه او ويې ويل چې ددغې پيښې د څرنګوالى د روښانه کيدو او دهغه د عاملينو د پيژندلولپاره د امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته