امنیت

په سمنګانو کې تښتول شوي موټر چلوونکي ازاد شول .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
په سمنګانو ولايت کې تښتول شوي موټر چلوونکي ازاد شول .
دسمنګانو سيمه ئيز مقامات وايي هغه ټول چلوونکي چې پرون دوسله  والو طالبانو له خوا دکوز دره صوف ولسوالۍ په خوش درې سيمه کې تښتول شوي وو تيرماښام  دسيمې دمشرانو په همکارى بيرته ازاد شول
ويل کېږي طالبانو دډبرو سکرو دلاريو څه ناڅه شپيته تنه چلوونکي اسيران کړي وو او غوښتل يې چې د ډبرو سکرو له هر لارى څخه اووه زره افغانۍ طالبانو ته ورکړي چې دغه مسئله يې ددغې ولسوالۍ مشرانو حل  کړه .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته