ټولنه

په بدخشان کې د کرنيزې اوبو يوه زيرمه جوړيږي

کابلباختر د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
په بدخشان ولايت کې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا د څه دپاسه د دوو ميليونو افغانيو په لګښت د کرنيزې اوبو يوه زيرمه جوړيږي
دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه زيرمه د بدخشان ولايت په تشکان ولسوالۍکې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لوري د څه دپاسه دوه ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
د دغې پروژې د کار په بشپړيدو سره ٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبيږي او په تشکان ولسوالۍکې څه دپاسه ۱۰۰ کورنۍ له اسانتياووڅخه يې برخمنې کېږي.
  ختم_ فرشته_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته