امنیت

په غزني کې دپنځو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
پنځه  تنه پاکستاني طالبان په غزني ولايت  کې له پوځيانو سره  په  نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه نن له غرمې مخکې د اندړو ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته  چې په  يوې  ډلې  يرغلګرو د ملکي خلکو د ځورولو په وخت کې د پوځيانو له خوا بريد وشو.
په غزني ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل   چې دپوځيانو په  ډزو کې  پنځه تنه پاکستاني طالبان  ووژل شول.
دسيمې  خلک وايي  طالبانو غوښتل  چې  له خلکو څخه په زوره پيسې راټولې کړي چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي  چې په دې  پيښه کې  پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته