کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون دپاکستان دملي امنيت له سلاکار ناصرخان جنجوغه سره په کتنه کې د سولې او پيوستون لپاره دافغانستان اوپاکستان دعمل پلان په رڼا کې د دواړو هېوادونو داړيکو په باب خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دې کتنه کې د هيواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د عملي اقداماتو له لارې د سولې او پيوستون لپاره د دواړو هېوادونو د عمل د پلان دعملي کېدو په اړتيا چې د ملموسې نتيجې سبب شي ټينګاروکړ.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره موافقه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښواړيکو د رامنځته کولو لپاره اقتصادي ظرفيتونه مهم وبلل.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين څرګنده کړه چې؛ اقتصادي همکارۍ بايد د دوه اړخيزو اړيکو دپاملرنې په مرکز کې ونيول شي او له نورو مسئلو څخه دې جلا وساتل شي .
په دې کتنه کې دواړو لورو دهغو چلنجونو دله منځه وړلو لپاره چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي دګډو اقداماتو دارزښت په باب موافقه وکړه.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل