امنیت

څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
په کندزکې نن څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونيار محمد حسين قرمقل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان د کندز ښار د ترکمنانو له ساحې څخه په دوو جلاجلا عملياتو کې ونيول شول.
هغه زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه څه دپاسه ٣٠٠ (تابليټ کا) او دوه کيلوګرامه شيشه، ترياک، اپين او چرس ترلاسه شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته