امنیت

په سمنګانو کې يو واټ پرانستل شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٣ :
په سمنګانو  ولايت کې يو واټ  دقيرکولو کار يې پاى ته رسيدلى دى ګټې  اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه واټ دپنځلسو کيلومترو په اوږدوالي اودپنځو مترو په سور سره  دکوز درې صوف ولسوالۍ کې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزارت له خوا قيرشوى دى.
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رئيس انجينر محمداصف دولت شاهي باخترآژانس ته وويل ؛  چې ددغه واټ   په قيرکولو يوويشت ميليونه افغانۍ لګول شوي دي  .
ده وويل دغه واټ په اساسي ډول قير شوى دى   او په دواړو خواو کې يې ويالې ، پلونه او پلګوټي هم جوړ شوي دي،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته