فرهنګ

دلاسي صنايعو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي نن په ملي نګارستان کې دنجيم نظيفي   دلاسي صنايعو نندارتون پرانست .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه نندارتون دنجيم نظيفي  دلاسي صنايعو  دکارګاه له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امريت په همکارۍ جوړ شو .
په دې نندارتون کې دهېواد ددووتنو ځوانو هنرمندانو نجيم  او نظيفي دلاسي صنايعو  څه دپاسه پنځوس  اثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي  په خبرو کې ددواړو ځوانو هنرمندانو نجيم او نظيفي  دلاسي صنايعو  دکړنو له امله قدرداني وکړه او وي ويل چې لاسي صنايع په ټولو هېوادونو اوبيلابيلو مملکتونو دفرهنګ او هنر يو څرګندوى  شاخص او دهېوادونو دملتونو د ذوق  اوسليقې  څرګندوى بلل کيږي .
ده زياته کړه لاسي صنايع  سربيره پردې چې اقتصادي ارزښت  لري يواقتصادي توليد هم بلل کيږي او په عين حال کې هنري توليد هم دى او فرهنګي توليد دفرهنګي  ارزښتونو له جملې څخه هم بلل کيږي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امرې  محبوبې سعادت هم خبرې وکړې اوددې تر څنګ چې دهنرپه وده کې ددغه نندارتون جوړول مهم وبلل وويل  چې نن دهېواد فرهنګيان ، فرهنګ دپرمختګ سبب بولي ځکه فرهنګ دهېوادونو  دارزښتونوټولګه او ښې هندارې دي .
دې زياته کړه تاسې  فرهنګيان اوهنرمندان ياست چې دهېواد اصيل فرهنګ او هنر ژوندى  ساتى اوموږ ستاسو په شتون  وياړو .
ددغې غونډې په بهير کې  دموسيقي اودملي تياتر رياست دهنرمندانو له خوا دموسيقي او دتياتر پارچې اجرا شوې .
  ختم_ شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته