پيښور/ آزادۍراډيو/ د کب د میاشتې ۱۱مه
له پاکستان څخه خپل وطن ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر ترڅو میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شو.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ د ژمي له امله ۳ میاشتې ځنډېدلې وه.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره ( يو ان ايچ سي آر ) وايي چې دغه لړۍ پرون د جمعې په ورځ بېرته پیل شوه.
د دغې ادارې د وینا له مخې، اوس په پاکستان کې نږدې ۱.۴ میليونه افغان کډوال اوسېږي چې د پاکستان، افغانستان او د ( يو ان ايچ سي آر ) د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړېواله اداره له پاکستان څخه په خپله خوښه ستنېدونکو کډوالو سره یو څه اندازه نقدي مرسته هم کوي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل