امنیت

افغان ځواکونو په هلمند کې چاڼیز عملیات ترسره کړل

لښکرګاه/دلېندۍ۱۹مه/باختر
د هلمند امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې ګډو افغان ځواکونو د دغه ولایت د نهر سراج ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي د تېرې شپې په عملیاتو کې چې دیارلس ماینونه هم پکې کشف او شنډ کړی شوي دي، افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته