ښوونه او روزنه

په هرات پوهنتون کې دماستر ۍ د دورې پيل .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په هرات پوهنتون کې دماسترۍ  ددورې  دنوم ليکنې  پروګرام پيل شو .
دهرات پوهنتون دماسترۍ دبورد غړى  پوهنمل ډاکتر احمد غني خسروي  وايي دادبياتو او دبشري علومو په څانګه کې دماسترۍ ددورې  دنوم ليکنې او منلو پړاونه پيل شوي دي .
ډاکتر خسروي وايي ټاکل شوې ده په روان کال ٢٥ تنه دماسترۍ په دوره کې جذب  شي .
ده وويل : دماسترۍ ددورې پنځه څوکۍ  دافغانستان دپوهنتونونو دعلمي کار غړو ته بيل کړاى شوي دي چې دلوړو زده کړو وزارت له لارې به معرفي  شي
ډاکتر خسروي وايي چې په دې دوره کې شل تنه دسيالۍ له لارې  انتخابيږي .
دادبياتو دغه متخصص څرګندوى چې په هرات کې دماسترۍ  دوره له تيرکال  څخه پيل شوې ده
ده وويل :دلوړو زده کړو وزارت له طرحې  سره سم دبودجې  دکمښت او دپوهنتونونو دمالي  استقلال  په دليل  په هر سمستر کې له يوه محصل  څخه پنځه ويشت زره افغانۍ اخيستل کيږي .
دادبياتو او دبشري علومو دپوهنځي دماسترۍ بورد پريکړه کړې ده  چې دټول هېواد دادبياتو دپوهنځيو او دژورناليزم   دپوهنځيو د بيلابيلو څانګو فارغان چې دماسترۍ  د دورې فارغان وي  له خپلو سندونوسره کولاى شي  له دغه پروګرام څخه ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته