ټولنه

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا د عالي شورا غونډې پرون له غرمې مخکې د چاریکارو او ګردېز ښارونو په انکشافي طرحو او د خوست ولایت په ماسټر پلان بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چاریکارو ښاروال خواجه روح الله صدیقي د چاریکارو ښاروالۍ انکشافي طرحه چې لاسته راوړنې، ننګونې او وړاندیزونه په کې شامل وو، وړاندې کړه. 
نوموړي شکایتونو او وړاندېزونو ته د رسیدګي او د خدماتو مرکز جوړولو، د ښاروالۍ ځوانول، د ځمکو د غصب مخنیوی، د ملکیتونو د ثبتولو  پیلول او د واټونو نومول، حساب ورکول، د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، د ولایتونو ترمنځ د شین کمربند د برنامو طرح او تطبیق او د انکشافی ، اقتصادي او زېربنایي خدماتو وړاندې کول د چاریکارو ښاروالۍ لاسته راوړنې  وبللې.
د چاریکارو ښاروال دغه راز د فاضلاب او کانالیزاسیون سیستم نشتوالی، امنیتي ستونزې، د ښې حکومتوالۍ برنامو په تطبیق کې کمرنګه ګډون، د ځمکې غصب، د کافي بودجې نشتوالی او د شهيدانو او معلولينو وارثانو ته د وېش لپاره د ځمکې نشتوالی شته ننګونې یادې کړې.
نوموړي د چاریکارو ښار دننه د دويم سړک، د فرهنګي، علمي او څېړنیزې مجتمع او ښځو لپاره د ځانګړي مارکیټ جوړېدو او د ځمکو له ادارې څخه چاریکارو ښاروالۍ ته د انکشافي ساحې د تفصیلي پلان په خاطر د ځمکې لېږد وړاندېزونه مطرح کړل.
د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د چاریکارو ښاروالۍ د لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ وړاندېز وکړ چې په ټولو ولایتونو کې دې شوراګانې جوړې شي، ترڅو د ښاري مسایلو په اړه له ښاروالیو سره همکاري وکړي او خلکو ته هم ډېر پوهاوی ورکول شي.
دغه راز د جمهوررئیس سلاکار نجیب الله مجددي، د کابل سرپرست ښاروال او د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت سرپرست د وړاندې شوې موضوع په اړه خپل لېدلوري شریک کړل.
د هېواد جمهور رئیس په خپلو خبرو کې په پرمختیایي برخه کې د چاریکارو ښاروالۍ مسوولینو د هڅو مننه وکړه ويې ویل، باید د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې زیاتې هڅې وشي. هغه په زېربنایي برخه کې د دخیلو ادارو ترمنځ د کار په  همغږۍ او اغيزمنتوب ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني وویل، په چاریکارو کې بنیادي مسئله اوبه دي او باید د اوبو منځني او کوچني بندونه په جدي ډول مواظبت او مدیریت شي. هغه په چاریکارو کې د ښځو مارکیټ د پياوړتیا له لارې په زیاتې کارموندنې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، د هېواد ولایتونه به نوري فایبر سره ونښلول شي او په ټولو ولایتونو کې به صنعتي پارکونه رامنځته شي چې په اقتصادي او پرمختیايي وضعیت پام وړ اغېزې لري.
د اجنډا په بله برخه کې د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد د ګردېز ښار انکشافي طرحه وړاندې  کړه او په دې برخه کې یې خپلې لاسته راوړنې، ننګونې او وړاندېزونه مطرح کړل.
هغه د عامه پوهاوي، د میاشتني حساب ورکولو، د مسلکي کدرونو د استخدام، د ښاري همغږۍ بورډ جوړولو، د خدمت رسولو مرکز جوړولو، د کمپیوټري سیستم تنظیم، دغیرپلاني سیمو تفصیلي پلان، د عوایدو زیاتوالي، دمالیاتو سیستم تنظیم، د سړکونو پخولو او د ځمکې د غصب مخنیوي  په برخو کې د دې ادارې لاسته راوړنې مطرح کړې.
دغه راز نوموړي د تفصیلي پلانونو نشتوالی، د کانالیزاسیون نشتوالی، د اوبو شبکې محدودیت، د زیربنایي پروژو د پلي کېدو لپاره د بودجې کموالی او د ځمکو د حساب د تصفیې بهیر کې ستونزې د ګردېز ښاروالۍ پر وړاندې ننګونې وبللې.
نوموړي، دعوایدو د زیاتوالي په خاطر د ښاروالۍ ادارې ته د سپینو ځمکو انتقال، د غیرپلاني سیمو د مخنیوي په موخه تفصیلي پلان، د کانالیزاسیون سیستم جوړول او د وسایطو  د پېرلو په خاطر د بودجې تخصیص په برخو کې د ستونزو د حل په خاطر عمده وړاندېزونه وکړل.
د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د ګردیز ښاروالۍ د اقداماتو مننه وکړه ويې ویل، د دې ادارې کار مثبت دی او باید د دې ښار پراختیایي بهیر ته زیاته پاملرنه وشي.
د اوبو رسولو لوی رئیس انجنیر حمیدالله یلاني وویل، په ګردېز ښار کې د اوبو رسولو سروې او مطالعات پایته رسېدلي او ژر به یاد پلان عملي شي.
په دې غونډه کې نجیب الله مجددي، د مرکزي احصایې ادارې لوی رئیس احمدجاوید رسولي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معین عبدالباقي پوپل او د کابل ښاروالۍ سرپرست په جلا ډول خپل لېدلوري د موضوع په اړه بیان کړل.
د کابل ښاروالۍ سرپرست وویل، کابل ښاروالي چمتو ده د پراختیايي او زېربنایي برنامو په برخو کې خپلې تجربې د ولایتونو له ښاروالیو سره شریکې کړي.
د هېواد جمهوررئیس د ګردېز ښاروالۍ د فعالیتونو په ځانګړي ډول د خلکو په همکارۍ د ځمکې د غصب د مخنیوي مننه وکړه. هغه وویل باید د ښاروالیو شبکه رامنځته شي چې د ولایتونو ترمنځ د همکارۍ اړیکه ټینګه او تجربې سره شریکې شي.
جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه، په راتلونکي کې دې د کابل ښاروالۍ په کوربه توب د ښاروالانو ناسته جوړه شي، ترڅو له ګډو لېدلورو او طرحو څخه زیاته استفاده وشي. هغه وویل، باید د ستونزو د حل په موخه د ښاروالیو جوړښتي موضوعات په یوه واحده پالیسۍ کې راشي.
دغونډې په بله برخه کې د ښارجوړولو متخصص خواجه جاوید صدیقي د خوست ښار د ماسټر پلان مسوده وړاندې کړه. 
هغه وویل، په دې ماسټر پلان کې له ځمکې څخه د استفادې طریقه، د استوګې سیمو زون بندي کول، له ځمکې څخه د استفادې د مقرراتو تدوین او ښه والی شامل دي.
د ښارجوړولو وزیر وویل، دا وزارت د کابل پولیتخنیک په همکارۍ په ښاري پلانونو کار کوي. هغه د زیربناوو او انکشاف په برخه کې د خوست خلکو د همکارۍ مننه وکړه.
د اوبو رسولو لوی رئیس انجنیر حمیدالله یلاني د یاد ماسټر پلان هرکلی وکړ ويې ویل، د اوبو راټولېدو کاسې باید تشخیص شي او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په خاطر دې د اوبو له کاسو د استفادې مخنیوی وشي.
رسولي وویل، موږ په ښارونو کې د کوډ اېښودو پر میکانېزم کار کوو، ترڅو سیمې تشخیص شي.
د پولي ‎تخنیک پوهنتون رئیس وویل، په ماسټرپلان کې باید اقتصادي تحلیل شتون ولري، ځکه د یوه ښار وده او پرمختګ په اقتصادي تحلیل پوړې تړاو لري.
د هېواد جمهوررئیس د خوست ښار د ماسټرپلان مسودې هرکلی وکړ ويې ویل، د استوګنې ځایونو او واټونو د ادرس مسئله مهمه ده او ټینګار یې وکړ چې باید کوډ اېښودنه د ښارونو او ولسوالیو په حدودو کې وټاکل شي او په دې اړه دې د سوداګرو او پانګه والو نظر هم واخیستل شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، خوست پرېمانه کانونه لري او دې موضوع ته په پام دا ولایت د معدني توکو د پروسس پرځای بدلېدلی شي. هغه په نورو  ښاري سیمو سره د صنعتي سیمو د انکشاف د ډول پر وضاحت او اړیکو ورکولو ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د خوست ولایت هوايي ډګر ته باید پاملرنه وشي او د هوايي ډګر په ماسټر پلان او شته ظرفیتونو جدي کار وشي. #پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته