ټولنه

يو پنځوس پروژې پرانستلې شوې

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٧
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د پروګرام د٥١ پروژو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
د پروان ولايت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير ذکي احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو، استنادي ديوالونو ، د کرنې د اوبو د زيرمو، په پلګوټو سره يې د اوبو لګولو د کانالونو او د اوبو د ترنابونو جوړول، د څښاک د اوبو د شپږويشتو څاګانو کيندل او نورې ټولګټې پروژې شته چې دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له بودجې څخه د ١١٢ مليونو افغانيو په لګښت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې تطبيقې شوې دي.
دغه پروژې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پروان د والي محمد عاصم عاصم او په ولسي جرګه کې د پروان دخلکو داستازي محمد الماس زاهد له خوا پرانستلې شوې.
د پروان والي په دغو مراسمو کې له خلکو څخه وغوښتل چې ددغو پروژو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
وروسته زاهد خبرې وکړې او د پروان دکليو او بانډو د ودې او پرمختيا په لاره کې يې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت پروګرامونه ګټور وبلل او د دولت دهدفونو دتحقق ډاډ يې ورکړ.
په دې غونډه کې د پروان ولايت د  کليو د بيا جوړولو او پراختيا سرپرست انجنير عبدالواسع عزيزي وويل: په بګرام ولسوالۍ کې د ملي پيوستون دپروګرام د ٩٤ پروژو له جملې څخه ٥١ پروژې بشپړې او نوريې ترکار لاندې دي.
ده زياته کړه چې د دغو پروژو له ښيګڼو څخه به څه ناڅه ١١ زره کورنۍ ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته