فرهنګ

سانچارکي: رسنۍ د ذهنيتونو په روښانولو او د نظريو په نږدې کولوکې اساسي او بنسټيز رول لري

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين سيد آقاحسين فاضل سانچارکي نن د پاکستان د تصويري، صوتي او چاپي رسنيو له يوشمېر مسوولينو او استازو سره په کابل کې وکتل.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : 
په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوشمېر رييسانو، د افغانستان د ژورناليستانو او خبريالانو فدراسيون رئيس فهيم دشتي او په کابل کې د پاکستان د سفارت فرهنګي اتشه اختر منير هم برخه لرله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې د رسنيو د رول په اړوند  خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين وويل چې د دواړوهېوادونو د خلکو ترمنځ  ديني، فرهنګي او ژبنيو مشترکاتو ته په پاملرنې سره، د افغانستان خلک تل له پاکستان سره د دوستانه اړيکو او مناسباتو غوښتوونکي دي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه مناسبات په سيمه کې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي .
ده د افغانستان له مهاجرينو سره د جهاد په دوران کې د پاکستان د خلکو  د ورورګلويز او ښه چلند له امله قدرداني وکړه او په همدې موخه يې د پاکستان له خلکو څخه مننه وکړه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين څرګنده کړه چې رسنۍ  اساسي او بنسټيز رول لري چې ذهنيتونه روښانه او نظريې نږدې کړي اوپه صادقانه هڅو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې ارزښتناک رول ولوبوي.
ده زياته کړه: رسنۍ کولاى شي چې د خپل هېواد په مشرانو او سياستوالو زور واچوي چې له جګړه مارو سياستونوڅخه چې د هېڅ هېواد په ګټه نه دي، لاس واخلي او د دوستانه اړيکو د تامينولو په خاطر هڅه او هاند وکړي.
د دغې کتنې په بهيرکې د يوشمېر پاکستاني رسنيو مسوولينو او استازو   د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اړيکو  او  حالت د څرنګوالي په اړوند خپلې يو لړ نظريې او وړانديزونه بيان کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي په خاطر يې د رسانه يي کار له لارې په خپلو هڅو ټينګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د پاکستاني رسنيو د کارکوونکو شتون او د دغه هېواد له مسوولينو سره د دوى ليدنې کتنې وکولاى شي د دواړو هېوادونو ترمنځ  د اړيکو په ښه والي کې لکه څنګه چې دواړو مسلمانو او ګاونډيو هېوادونو ته لازمه ده؛ رغنده او ګټور رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې د هېواد د رسنيو يوشمېر مسوولينو او استازو پاکستان ته هم سفرکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته