کابل باختر د چنګاښ اووه ويشتمه :
په هرات ولايت کې دماين دچاودنې له امله دپوليسو شپږ تنه افسران شهيدان شول .
دغه چاودنه دنيګمرغه کوچني اختر په لومړى ورځ د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې ددغو افسرانو دسپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دهرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې يوه سيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو شپږ تنه افسران شهيدان شول .
ده وويل ماين ټيک هغه وخت دپوځيانو دسپرلۍ دکاروان دتيريدو په وخت کې له لرې واټن څخه چول شوى دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
دغه سيمه ئيز مسوول وسله وال طالبان ددغه مرګاني بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي . داپه داسې حال کې ده چې طالبان ويلي و چې داختر په ورځو کې به په ځانمرګو او تروريستي بريدونو لاس پورې نه کړي .
0 1 دقیقه لوستل