نړۍ

په کشميرکې د هند او پاکستان ترمنځ متقابلې ډزې

نوى ډيلى ايرنا  باختر دزمري دمياشتې ٢٥ :

په  کشميرکې د سرحدي کنترول په کرښه کې د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ متقابلو ډزوکې څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول او درې ويشت تنه نور ټپيان شول.

د ايرنا د خبرله مخې:

د دواړوهېوادونو سرحدي ځواکونوپه يوبل د دغو جګړو په پيلولو چې پرون ونښتې، تور  ولګاوه .

دهند تر کنترول لاندې کمشمير کې دپوليسو يوه  جګپوړي افسر وويل چې ددغو نښتو له امله ددغه هېواد په بالا کوټ سيمه کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول  او شل تنه نور هم ټپيان شول.

دپاکستان اردو هم په يوه  وينا کې  په دغو نښتوکې  ديوه ملکي وګړي د وژل کيدو او د دريو تنو نورو دټپي کيدو خبر ورکړ.

د کشمير يوه برخه  په هند  کې اوبله برخه يې په پاکستان کې ده  خو ددغه دواړه هېوادونه په  دواړو سيمو دمالکيت ادعاکوي او دهمدغه موضوع په  ١٩٤٧ کال کې  له هند څخه  دپاکستان دخپلواکۍ له وخت څخه تر اوسه پورې  د نوي ډيلي  او اسلام آباد ترمنځ  د لرغونې شخړې  يوه اصلي دليل دى.

له هغو  دريو جګړو څخه  چې  د دوو سيمه ييزو اټومي سيالانو هند اوپاکستان ترمنځ شوې دي ، دوه ځلې د دواړو هېوادونو په پوله کې د کشمير دمسلمانانو د استوګنې دمهمې  سيمې  دمالکيت په سر شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته