هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د هرات د بريښنا شرکت تجارتي مسوول له کاره ګوښه کړاى شو.
ويل کيږي چې دغه اقدام د خلکو له شکايت وروسته او د هرات د بريښنا شرکت د مسوولينو له خوا د بې پروايى او د پيسو د اخيستلو له امله ترسره کيږي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دې اقدام کې دهرات دبرېښنا شرکت څو تنو نورو مسوولينو ته اخطارونه ورکړاى شول او دغه راز کسرمعاش او نغدي جريمه شوي دي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې د هرات د بريښناشرکت په تجارتي مرستيال سربيره د دغه شرکت څو تنه نور مديران هم نغدي جريمه او کسر معاش شوي دي.
فرهاد د هرات د بريښنا شرکت د تجارتي مرستيال د ګوښه کيدو او د دغې ادارې د څو تنو نورو مسوولينو د مجازاتو د انګيزې په پاب څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې د هرات د والي په لارښونه په هرات کې د بريښنا انرژۍ له پلوه د خلکو د شکايتونو څيړنې پيل شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل