کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
هغه پوځي افسر چې په قنندهار کې د يوملکي د وهلو ډبولو عامل بلل کېده ونيول شو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د انجنيرى د کنډک پرافسر سيد حسين تور لګول شوى دى چې څلور ورځې مخکې يې په قندهار ښار کې يوسړى وهلى ، ډبولى او ځورولى دى.
د پوځي افسر له خوا د قندهار ښار د خلکو په وړاندې د دغه سړي د وهلو ډبولو ويديوخپرېدل په ټولنيزو شبکو کې يولړغبرګونونه راوپاړول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختر اژانس ته وويل چې د دغه سړي د وهلو او ډبولوپوځي عامل نيول شوى دى .
هغه وويل چې د دغه افسردوسيه پوځي محکمې ته سپارل شوى دى چې مجازات شي.
په همدې حال کې د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپانې په خپرولو سره له هغه سړي چې وهل شوى او ډبول شوى او د هغه له کورنيو څخه بخښنه وغوښته او هغوى ته يې وويل چې کولاى شي چې د خطا کار افسر د محکمې بهير له نږدې وګوري
ختم_ ج _اکرم