امنیت

دوه تنه له څلور اوياګيلوګرامه اپينوسره ونيول شول

کابل باختر دسلواغي دويمه :
دوه تنه تېره شپه له څلورو اويا کيلوګرامو اپينو سره د پوليسو له خوا د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار په مربوطاتوکې ونيول شول.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالحق باخترآژانس ته وويل: دغوکسانو غوښتل څلور اوياکيلوګرامه اپين چې د سراچه ډوله موټر په چت کې ځاى پرځاى کړي و او د بلخ ولايت ته يې ليږدول؛ د ايبکو ښار د آق مزار د سيمې د پلټنې په کمربندکې د پوليسو له خوا له دغو اپينو سره ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه: دغوکسانوپه لومړنيوتحقيقاتوکې پرخپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه تر زياتې څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته