سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا دمتحده ایالاتود دفاع له وزیر سره وکتل.

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا ددفاع له وزیر اشټون کارټر سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په ارګ کې وکتل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ترهګري ضد مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امریکاد متحده ایالاتود دفاع وزیر د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو د واکونو د زیاتوالي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د غځولو اړوند د جمهور رئیس اوباما د وروستیو درېو تصامیمو په هکله معلومات ورکړل.
اشټون کارټر له ترهګري سره د مبارزې او د هېواد د دفاع په لاره کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې، زړورتیا او سرښندنې د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو، د اصلاحاتو په برخه کې د حکومت اقداماتو او وروستیو لاسته راوړنو موږ د افغانستان د حکومت، خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او همکاریو ته وهڅولو.
د دفاع وزیر د امریکادمتحده ایالات او افغانستان دوه نړیوال او ښه ملګري وبلل او ژمنه یې وکړه چې د امریکا حکومت او خلک به د اړتیا تر مهاله د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ وي او خپلې مرستې او همکارۍ به ورڅخه ونه سپموي.
جمهور رئیس غني د امریکاد متحده ایالاتو ددفاع وزیر ته د ښه راغلاست پرمهال د جمهور رئیس اوباما د وروستیو تصمیمونو قدرداني وکړه او همدارنګه یې د افغانستان د وضعیت د اروزنې پرمهال او د دغو تصمیمونو په برخه کې د ښاغلي اشټون کارټر رول  وستایه.
جمهور رئیس غني همدارنګه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال نیکولسن او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې او سرښندنې د قدر وړ وبللې.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیمې د اجماع، اقتصادي همکاریو او د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.  همدارنګه د دفاع وزیر په افغانستان کې د سولې د تامین په موخه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر او مذاکراتو ملاتړ وکړ.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له افغانستان سره د امریکا د همکاریو او د جمهور  رئیس اوباما د وروستیو تصمیمونو د قدرداني پرمهال د وارسا ناسته له افغانستان سره د نړیوالو همکاریو په برخه کې ګټوره وبلله او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته