ټولنه

هېواد ته دافغان مهاجرينو د راستنيدو دوام .

کابل باختر د تلي اوومه :
هېواد ته دافغان مهاجرينو دراستنيدو په دوام څه ناڅه   څلور  زره پنځه سوه  مهاجرين  په تيرو دوو ورځو کې  له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند اسلام الدين جرات  باختراژانس ته وويل :٤٥٢١ تنه پناه غوښتوونکي  په خپله خوښه دتورخم له لارې دننګرهار ولايت مرکز ته راستانه شوي دي .
ده زياته کړه :له دغو پناه غوښتوونکو څخه ٢٩٦٥ تنو پناه غوښتنې سندونه لرل چې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ له خوا يې نغدي مرسته ترلاسه کړې ده خو ١٥٥٦ تنه نور يې  دپناه غوښتنې سندونه نه درلودل چې دمرستې  دترلاسه کولو  لپاره دمهاجرت  نړيوال سازمان ته معرفي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته