امنیت

وسله والو طالبانوپه تخارکې يوه ميرمن په دُُرو ووهله

تخار باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
وسله والو طالبانو د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې يوه ځوانه ميرمن ښوونځي ته د تلو له امله پنځوس دُره ووهله .
د تخار د ښځو د چارو رئيسې رزم آرا حواش د باختر آژانس خبريال ته وويل: ذکيه د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکې ده چې وسله والو طالبانو هغه ښوونځي ته د تلو له امله پنځوس دُره ووهله او اوس دغه ميرمن د تخار ولايت د ښځو چارو رياست ته پناه راوړې ده .
ذکيه وايي: د وسله والو طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر کميسيون بيا هغه غوښتې ده چې د ښځو چارو رياست ته د ورتګ په تورهغه سنګساره کړي .
له بله پلوه د دغې ميرمنې پلار وايي: طالبانو دوى مجبوره کړي دي چې ذکيه د سنګسار د حکم لپاره د دغې ولسوالۍ د نورخيلو په سيمه کې د طالبانو محکمې ته حاضره کړي.
نورخيل هغه سيمه ده چې له څوکلونو راپه دې  خوا د وسله والو طالبان تر کنترول  لاندې ده .
په درقد ولسوالۍ کې د نورخيلو سيمه طالبانو ته ډيره مهمه سيمه شمېرل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته