سیاست

دمشرانو جرګې لومړي نايب د پکتيکا ولايت دعدلي او قضايي او کشفي ارګانونو له مسوولينو سره وکتل

کابلباختر داسد١٦
د مشرانو جرګي لومړي نايب محمد علم ايزديار نن دپکتيکا ولايت د عدلي اوقضايي او د کشفي ارګانونو له مسوولينو سره په داسې حال کې چې سناتوران جمعه الدين ګيانوال اوعبدالاحد سلطان زوى اود مشرانو جرګې د دارالانشا لوى رييس سيدحفيظ الله هاشمي هم حاضرو، وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبر ورکړ:په کتنه کې دغو چارواکو د خپلو فعاليتونو او برياليتوبونو د بيانولو په ترڅ کې ددغه ولايت د اړوندو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ يادونه وکړه او وې ويل: دپکتيکا په سرحدي ولايت کې د سيمه ييزو ادارو ترمنځ نږدې اړيکې د دې سبب شوى دى چې دتروريستانو، وسله والومخالفينو، اداري فساد، مجرمينو او د ځمکې دغاصبانوپرخلاف جدي مبارزه وشي چې په هغوى دقانون عملي کيدو ددغه ولايت د امنيت په تامينولو اغيزه کړې ده.
دسنا مجلس لومړي نايب ددغو ادارو ترمنځ د همغږۍ اوپه پکتيکا کې په مجرمينودقانون  دتطبيق له امله خوښي څرګنده کړه او وې ويل: هغه وخت يوه اداره بريالې کيږي چې خک له دولت سره همکار واوسي او مسوولين يې په همغږۍ او د نظر په يو والى سره دقانون په چوکاټ کې له قضيو سره جدي چلند وکړي.
دغه راز سناتورانو په دې غونډه کې ددغه ولايت د عدلي او قضايي او کشفي ارګانونو د مسوولينو کړه وړه وستايل اود مشرانو جرګې ستاين ليکونه يې دپکتيکا د استيناف محکمې پخوانى رييس عبدالحکيم کنړي، دملي امنيت رئيس بريد جنرال جسيم خان ، د استيناف څارنوالۍ رئيس اسدالله وزيرى، عدليه رييس نيک محمد احمدي او د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس نيک محمد څمکنى ته ورکړل اود چارو په ترسره کولو کې يې د هغوى د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته