امنیت

په روز ګان کې د پوځيانو په بريدکې د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

ترينکوټ باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
په روزګان ولايت کې د پوځيانو د بريد له امله د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه طالبان تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ کې هغه وخت پرې ډزې وشوې چې غوښتل يې په واټ کې ماينونه ښخ کړي.
په روزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پوځي بريدکې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: طالبانو غوښتل څو ماينونه د دهراوود ولسوالۍ په لويه لاره کې ښخ کړي، خو بريالي نه شول.
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او د کليو اوسيدونکوته د سر زيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته