کابل باختر/ دتلې د مياشتې ١٦مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په دې کتنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل وې ویل: سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.# پاى- سعيده
0 1 دقیقه لوستل