امنیت

دفراه د شیبکوه او پشت کوه ولسوالۍ پاکې شوې

کابل/ دسلواغې ۱۳مه /باختر
دفراه دشیبکوه او پشت کوه ولسوالۍ دطالبانو له شتون څخه پاک شول او ددغې ولسوالۍ په شاو خوا کې عملیات دوام لري.
دفراه دپولیسو ویاند محب الله محب نن سهار باختر آژانس ته وویل چې له  یوې میاشتې مخکې  په دغو ولسوالیو کې دپاکولو عملیات پیل شوي دي او پوځیانو په دې موده کې وکولای شول چې په کوڅو ، واټونو اوکره نیزو  ځمکو کې ښخ  کړی شوي ماینونه کشف او شنډ کړي او دغه راز څو موټرونه ، موټر سایکلونه او څو جنګي وسایل تر لاسه کړي.
ده وویل چې د درې پوځي اډو دجوړولو  کارپیل شوی دی.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته