سیاست

محمديونس قانوني له يو زيات شمېرمشرانو، استادانو، محصلانو او افسرانو سره وکتل

کابل باخترثور دمياشتې   ١ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته دمشرانو، سپين ږيرو، په ملي شورا کې  د خلکو د استازو،  د ټولنيزو سازمانونو او د وګړنيو شوراګانو د مسوولينو، استادانو، محصلانو، روښانفکرانو، افسرانو
او د ځوانانوپه ګډون دخلکو د بېلابېلو قشرونوله يو زيات شمېر استازوسره په جلا
جلاتوګه وکتل.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د دغوکتنو په بهيرکې د جمهوري رياست لومړي مرستيال له ويرې او ډار پرته په انتخاباتوکې د خلکو پراخ ګډون دخپل  هېوادله راتلوونکي سره د هغوى د مينې او علاقمندۍ نښه نښانه وبلله او زياته يې کړه: هغه څه چې د افغانستان په خلکو پورې اړه لرل؛ په ښه توګه يې ترسره کړل چې کولاى شو هغه د يوې ملي جشن په توګه وبولو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال هيله وکړه چې د نتيجو پړاوهم په ښه توګه ترسره شي او د انتخاباتو نتيجې د افغانستان دخلکو په ارادې محفوظې پاتې شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: په ټولو ولايتونوکې زموږ د خلکو همت موږ لا زيات هوډمن کوي چې زيات د خپلو خلکو په خدمت کې و اوسوو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دملي يووالى په ټينګښت باندې دټينګار په ترڅ کې، دهېواد دټولو ورونو قومونو پيوستون دافغانستان دثبات او ترقۍ دتامينولولپاره لاره وبلله .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دنيمروز ، ارزګان  او دبادغيس د ولايتونو له واليانوسره په کتنه کې دهېواد خلکو ته  دخدمت په لاره کې دحکومت دمسوولينو
په لازياتو هلوځلو باندې ټينګار وکړ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې زموږ خلک له بل هروخت څخه زيات
ثبات او دعمراني پروګرامونو عملي کولو ته اړتيالري او مسوولين دې بايد په دې لاره کې لازمې هلې ځلې وکړي .
دغه راز دجمهوري رياست لومړي مرستيال دسرپل له والي او د دغه ولايت له ځينو سپين ږيرو او مشرانوسره په کتنه کې د هيواد د نورو ولايتونو په رديف کې ددغه ولايت دخلکو دسرښندنې او ځان تيريدنې چې په برياليتوب سره يې د جمهوري رياست دانتخاباتو په دريمه دوره کې ګډون وکړ، يادونه وکړه .
په پارلمان کې دخلکو استازو، د ولايتي شورا غړو، عالمانو او د ميدان وردګو ولايت سپين ږيږو او مشرانو د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره په کتنه کې په دغه ولايت کې دبې نظميو له امله  دځينو شکايتونو په بيانولو سره امنيت يې د حياتي پديدې په توګه وبلله اوپه دغه ولايت کې د امنيت په تامينولوباندې دڅو ولايتونوترمنځ د ستراتيژيکي والى اوکابل ته د دغې سيمې د نږدې والى په دليل ټينګار وکړ.
دوى په دې اړوند د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته يولړ پيشنهادونه وړاندې کړل چې د جمهوري رياست دلومړي مرستيال له خوا د همکارۍ ژمنه وشوه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال له هغوى سره د خبرو په ترڅ کې وويل: دميدان وردګو ولايت خلک چې دکابل ښار په دروازوکې دي؛  ميړني او سرښندونکي خلک دي او د خدمت مستحق دي. موږ په وار وار د امنيت په برخه کې ستاسو د مظلوميت غږ په پارلمان اوپه نورو ځايونوکې اوريدلى دى . 
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه:  دغه تګلورى يوازې د ميدان وردګو په خلکو پورې اړه نه لري ؛ دافغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.  په کار دى چې په دې باب لازمه پاملرنه وشي .
د دغوکتنو په ترڅ کې ډګروال محمدنادر د ملي دفاع وزارت دشهيدانو د پاتې کسانو او دمعلولينو په استازيتوب د ځمکې داستوګنې دنمرو د ويش په باب دهغوى ستونزې طرحه کړې چې په دې باب اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وشوې .
دغه راز دکابل ښار ديوولسمې ناحيې وګړنى شورا، د غوربند درې مشرانو او سپين ږيږو، د قرآن د پيروانو ټولنيز بنسټ، د افغانستان د خلکو د پشه يانو شورا  استازي، دافغانستان د تغيير او رفاه سازمان ، دکابل ښار د ځينو ښوونځيو ځينو زده کوونکو اوښوونکو، د سياه ګرد وګړنى شورا، يوشمېر خويندو، د خدمت او پراختيا ټولنيزسازمان او د بغلان د خلکو شورا د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره په کتنه کې د ځينو سيمه ييزو ستونزو په بيانولو سره خپلې عريضې او پيشنهادونه وړاندې کړل او د هغو د څيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دطرحه شويو عريضو او وړانديزونو د څيړنې په باب لازمې لارښوونې وکړې.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  دکابل ښاريانو له شورا سره په کتنه کې کابل نه يوازې د افغانستان پايتخت بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د راټوليدو مرکز وباله.
ظاهرکارګر او څو تنو نورو دبرخه والو په استازيتوب خبرې وکړې او دکابل دعلمي کادرونو د موظف کولو او دپوهنې د تجربه لرونکو او متخصصوکادرونو د موظف کولو په باب دپاملرنې غوښتنه وکړه .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د تمده د ستاره ګانو له پيغام، د تبعيض ضد ځوان سازمان او دمحصلانوله اتحاديې سره په کتنه کې د هېواد د ځوانانو سترو دندوته په اشارې سره وويل  چې ځوانانو د ټولنې راتلوونکي جوړونکي قشر دي له دې امله بايد ځوانانو ته زياته پاملرنه وکړو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان خلکو ته دخدمت کولو دهيلې په ترڅ کې وويل: د افغانستان خلکو د اوسني نظام په  جوړولو سره چې په خپله يې بنسټ ايښې دى؛ د خپل هېوادپه تاريخ کې يوه نوې پاڼه پرانستې ده.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د مړينې په  مناسبت د ټولو ځوانانو د همدردۍ د احساس له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته