فيض آباد باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د راغستان ولسوالۍ په مرکز د طالبانو بريد د امنيتي ځواکونو له خوا په شا
وتمبول شو
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل : طالبانو نن سهار د راغستان ولسوالۍ په مرکز بريد وکړ او ددغې ولسوالۍ ځينې سيمې يې ونيولې .
ده څرګنده کړه اوس امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول چې د راغستان ولسوالۍ دمرکز ځينې سيمې چې دوسله والو طالبانو له خوا نيول شوې وې ، بيرته ونيسي .
ده زياته کړه چې اوس هم په لرو کليو کې خورې ورې جګړې دوام لري
دسخيداد دڅرګندونوله مخې : په دې جګړه کې نوولس تنه کورني او بهرني وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور يې ټپيان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل