امنیت

امنيتي ځواکونو دغزني ولايت دترانسپورت آمر وژغوره .

کابل باختر د تلي پنځمه :
دغزني ولايت دترانسپورت آمر پرون دطالبانو له منګولو څخه وژغورل شو .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل، احمدولي توکلي چې تيره اوونۍ  دوسله والو طالبانو له خوا په غزني ښار کې  تښتول شوى و دامنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي امنيت دځواکونو دهڅو او هاند له امله دهغوى له منګولو څخه ازاد کړى شو .
ويل کيږي چې طالبانو داحمد ولي توکلي دخلاصون په بدل کې  له کورنۍ  څخه يې دپيسو غوښتنه کړې وه خو دى دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې دهغوى له منګولو څخه وژغورل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته