سیاست

د سمنګانوخلکو د جنرال دوستم د تصوير د ښکته کولو د عاملانو د محاکمې غوښتنه وکړه

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
د سمنګانو ولايت په زرګونو تنو اوسيدونکو نن د يوې سوله ييزې مظاهرې په بهيرکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست له لومړي مرستيال سره  خپل ملاتړ اعلام کړ او په مزارشريف ښارکې يې د جنرال دوستم دتصوير د ښکته کولو د عاملانو دمحاکمې غوښتنه وکړه.
دغه مظاهره چې د جنرال دوستم د ملاتړو له خوا د سمنګان ولايت په مرکز ايبکو ښارکې ترسره شوه؛ د دغه ولايت دمرکز او ولسواليوڅه دپاسه اووه زره تنو اوسيدونکو  پکې ګډون کړى و.
د دغې مظاهرې په پيل کې مظاهره کوونکي دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ په چمن کې راغونډ شول او د مظاهرې يوشمېر تنظيموونکو ويناوې وکړې او هغوى  جنرال دوستم زموږ مشر دى او ژوندى دې وي جنرال دوستم د شعارونو په ورکولو سره  دملي وحدت له حکومت سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
ددغې مظاهرې يوه وينا وال حکمت الله توريالي خلک دوستۍ، ورولۍ او ديو بل منلو ته وبلل او ويې ويل چې جنرال دوستم په تيرو دريو لسيزوکې د هېواد په ټولو سياسي او نظامي بدلونونوکې کارنده ونډه اخيستې ده او د نړيوال تروريزم او د افغانستان د خلکو  د دښمنانو په وړاندې يې مبارزه کړې  ده.
ده په خپلو خبروکې په مزارشريف ښارکې د جنرال دوستم دتصوير ښکته کول  ديوه ملت په وړاندې بې حرمتي وبلله  او له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې عاملين يې ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
له بلې خوا هم دمظاهرې يو برخه وال  حاجي امير چې په پښتو ژبه يې خبرې کولې؛ وويل: زه د دې لپاره دلته راغلى يم چې جنرال دوستم د افغانستان يو ستر شخصيت دى؛ هر څوک چې د ده په وړاندې يې بې حرمتي کړې وي؛ موږ هغه نه منو.
وروسته مظاهره کوونکو د ايبکو ښار په واټونوکې په لاريون لاس پورې کړ او په دوو ساعتونوکې د پنځه کيلومتره واټن په وهلو سره يې د کابل _ مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړله او يو پريکړه ليک يې صادر کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته