نړۍ

دپاکستان دحکومت مخالفينو ته ددغه هېواد دصدراعظم ځواب

اسلام اباد ايرنا  باختر د زمري دمياشتې  ٣١ :
دپاکستان صدراعظم محمد نوازشريف پرون مازيګر په خپلو نويو څرګندونو کې  له صدارت څخه دده د استعفى په باب دمخالفينو دغوښتنو په ځواب کې وويل : ( که چيرې استعفى وکړم په هېوادکې اوسنى بحران به لازيات پراخ شي )  نوازشريف په اسلام آباد کې دحکومتي ضد مظاهرو په اړوند دخبريالانو په وړاندې په لنډو خبرو کې وويل :  چې حکومت به  دمظاهره کوونکو دخورولو لپاره په هيڅ صورت له زور او تاوتريخوالي څخه استفاده ونه کړي .
ده دمظاهرو ترسره کول  دمخالفو ګوندونو دموکراتيک حق وباله اوپه همدې حال کې يې زياته کړه  چې  دغه راز دمخالفينو او مظاهره کوونکو غير قانوني غوښتنې به دمنلو وړ نه وي .
دنوازشريف وروستۍ  څرګندونې دصدارت په مقام دشتون ددوام  دده دتصميم او دتحريک انصاف ګوند دمشر عمران خان اودپاکستان  دوګړني غورځنګ دمشر طاهر القادري  په گډون د مخالفينودغوښتنو په وړاندې دده دبې پروايي څرګندوى دى.
عمران خان هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې يوځل بيا دنواز شريف داستعفى غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ  ترهغه وخته پورې چې نوازشريف استعفى ونه کړي دى به هم  له خپلو ملاتړوسره  په پايتخت کې مظاهرو او تحصن ته دوام ورکړي اوله صحنې څخه به ونه وځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته