سیاست

احمد ضيا مسعود : ستندردونه دخلکو په ژوندانه کې زيات رول لري .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
داصلاحاتو اوښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود نن دنورم او ستندرد  دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسموکې ګډون وکړ .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو مراسموکې دجمهور رييس فوق العاده استازي په خبروکې وويل ستندردونه زموږ دخلکو په ډله ئيز ژوندانه کې ډير مهم رول لري او يوه داسې مسئله ده چې دهر هيواد خلک هيله لري . چې ستندردونه  ددوى په ډله ئيز ژوندانه کې  شامل شي
ده وويل ستندردونه يوه له هغو مسئلو  څخه ده چې دخلکو دژوندانه له ټولو موادو سره سر او کار لري  او ترهغه وخته پورې چې ستندردونه زموږ دخلکو په ژوندانه  کې شامل نه شي سخته ده  چې سالم ټولنيز ژوند وګړو او ستندردونه خلکو ته دښو خدمتونو دوړاندې کولو سبب کيږي .
  دجمهور رييس فوق العاده استازي وويل دسالم ژوندانه داساساتو جوړول دلوړې زده کړې او دخلکو دژوندانه ټولې مسئلې  ستندردونو ته اړتيا لري .
او دټولنيزو ډلو ژوند په ستندردونو پورې اړه لري .
ده وويل هغه څه چې کولاى شي موږ داقتصادي  ودې په لور بوځي زموږ دوارداتو  او صادراتو په برخه کې  له ستندردونو  څخه کار اخستل دي  او بايد هغه واردات  چې ترسره کيږي له نړيوالو ستندرونو سره برابر وي چې دخلکو دسالم ژوندانه او روغتيا شاهدان  واوسو  او بله داچې هغه صادرات  چې ترسره کيږي داسې له ستندرد سره سمون ولري  چې زموږ تجارتي  مالونه په نړيوالو بازارونوکې پيرودونکي ولري او که چيرې ستندردونه زموږ په ژوندانه کې شامل نه شي دخلکو په ژوندانه او دهيواد په اقتصاد باندې به منفي  اغيزې ولري .
دې ته په اشارې  سره چې دنورم او ستندرد اداره دخوراکي او نفتي توکو او ددرملو دکيفيت دڅيړنې په برخه کې  زيات برياليتوبونه لري خو دې ته اړتيا ده چې دهغو دزيات مخنيوي په خاطر بايد دنورم او ستندرد په ملي ادارې پانګونه وشي  او ددغه ادارې  ظرفيتونه  لوړ شي .
  احمد ضيا مسعود وويل: حکومت مسووليت لري چې دهيوادوالو دپيردونې قدرت لوړ کړي  او هيله  لرو چې يوه ورځ دافغانستان خلک له ستندردونو څخه  داستفادې  په فرهنګ سره  خپل ژوندانه ته داخل شي .
دښارجوړولو په چارو کې دجمهور رييس سلاکار انجنير  محمديوسف پشتون  په دې بيان سره چې دنورم او ستندرد ملي اداره زيات برياليتوبونه لري  وويل:  هغه نوښت چې دنورم او ستندرد ملي ادارې کړى دى  ټول ستندردونه يې په ټولو تجارتي مالونوکې افغاني کړل  او  بايدژمن  واوسو او داسې ستندردونه رامنځته کړوچې دهيواد داقتصادي ودې سبب شي .
  دغه راز دنورم او ستندرد دملي ادارې رييس پوپلزي پوپل  په دغو مراسمو کې وويل :
دنورم او ستندرد ملي ادارې دهيواد په ډيرو بدو شرايطو  کې په کار پيل وکړ خو زيات برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي .
ده ډول ډول تجارتي مالونو ته ستندرد جوړول او دستندرد په نړيوالو سازمانونو کې دنورم او ستندرد دملي ادارې شاملول ددغې ادارې يوستر  برياليتوب وباله اوويې ويل که چيرې دنورم او ستندرد دادارې ظرفيت  لوړ شي او په دغې ادارې  پانګونه وشي  ستر برياليتوبونه  به ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته