کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
د فوټبال انتخاباتي سيالۍ نن په قندهارکې په دوو لوبو سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون غړي طاهر رووفي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د قندهار الف ټيم د زابل له ټيم سره او د قندهار بي ټيم د هلمند له ټيم سره لوبې کوي .
د رووفي د څرګندونوله مخې: د ميوند اتلانو ټيم ته د غورو څيرو د پيژندنې په موخه د فوټبال انتخاباتي سيالۍ له دوو ورځو راپديخوا د شپږو ټيمونو په ګډون په قندهار ولايت کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د زابل ټيم د يوې په وړاندې په پنځو سره د روزګان ټيم ته ماتې ورکړه .
2 د یوې دقیقې څخه لږ