کابل باختر دوري اتلسمه :
د سويډن د بهرنيو چارو وزير د دغه هيواد د يوه رسمي هيئت په مشرۍ نن کابل ته را ورسيد.
دکابل له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د ده د سفر هدف د افغانستان او سويډن ترمنځ د سياسي اړيکو پراختيا ده .
د سويډن د بهرنيوچارو وزير په کابل کې د استوګنې په بهيرکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي، د جمهوري رياست له لومړي مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره وګوري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ